
( کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
دا زیاتره ویل کیږي چې کرکټ د ځوانانو لوبه ده، چې په کې فټنس مهم رول لري، او همدا لامل دی چې کرکټران عموماً د ۴۰ کلونو عمر وروسته ریټائر کیږي.
خو نن به موږ د یوه داسې کرکټر په اړه درته وایو چې خپل نړیوال کیریئر یې د ۶۰ کلونو عمر وروسته پیل کړ او په کرکټ کې یې نوی تاریخ ولیکه.
د بهرنیو رسنیو راپورونو له مخې، د فاکلینډ ټاپوګانو کرکټر انډریو براونلي د ۶۲ کلونو په عمر د کوسټا ریکا پر وړاندې په نړیواله شل اوریزو لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه کولو سره خلک حیران کړل.
د فاکلینډ ټاپوګانو ټیم ټول ۱۱ لوبغاړي له ۳۱ کلونو څخه زیات عمر لرونکي وو، خو په دې یوولسو کې له دوو لوبغاړو پرته د نورو ټولو عمر له څلوېښتو څخه زیات وو، دغه راز درې لوبغاړي په کې داسې وو، چې عمرونه یې له ۵۶ کالونو څخه زیات وو، خو په دوی کې هیڅ یو د انډریو براونلي په اندازه زوړ نه و.
د راپور له مخې، ۶۲ کلن براونلي د ۶۰ کلونو عمر له تیریدو وروسته لومړنی لوبغاړی شو، چې په دغه عمر عمر کې په هر ډول کرکټ کې لومړنۍ لوبه ترسره کوي.
له براونلي مخکې د نړیوال کرکټ لومړۍ لوبې ترسره کولو له امله ټولو زوړ نارینه کرکټر اعزاز د ترکیې عثمان ګوکر سره و، چې په ۲۰۱۹ کې یې د رومانیا پر وړاندې د ۵۹ کلونو په عمر نړیوال کرکټ میچ ولوباوه.