
( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د پاکستاني دولت پر ضد وسله پورته کوونکي ترهګر دي، ترهګري هیڅ دین او فرقه نلري.
نوموړي پرون د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، لازمه ده، چې خپل کورني سیاسي اختلافات یوې خواته پریږدو او د ترهګرۍ پر ضد په یوالي سره کار وکړو.
هغه زیاته کړې، هغه څوک چې د ترهګرۍ ضد قربانۍ ورکوي شهیدان دي او هغوی چې پر دوی برید کوي، هیڅکله به ورته مجاهد ونه ویل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې مولانا فضل الرحمان څه موده مخکې د پاکستان په ټولې نا امنۍ کې د دغه هېواد پوځ په لاس لرلو تورن کړی وو.