افغانستانخبرونه

د جرمونو زیاتوالی؛ خوست کې روان کال ۱۱ سوه کسان نیول شوي

( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

په خوست کې طالبان وایي، د روان لمریز کال په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې ۱۱ سوه تنه د جنایي او نشه یي توکو اړوند د جرمونو په تور نیولي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار پرون وویل: روان کال ۴۴۱ جنايي پېښو ته رسېدنه شوې او د بېلابېلو جرمونو په تړاو يې ۵۸۸ کسان نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه، په یاده موده کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور د مخنيوي لپاره ۶۵۸ عمليات هم ترسره شوي دي.

هغه وایي، په یادو عملیاتو کې ۵۲۴ کسان لاس په لاس نیول شوي دي.