افغانستانخبرونه

هلمند کې یو تن د طبیعي کبانو د ښکار په تور نیول شوی

( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

په هلمند ولایت کې د طالبانو د والي ویاند وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې یو تن د طبیعي کبانو د ښکار په تور نیولی دی.

مولوي محمد قاسم ریاض زیاته کړه، د طبیعي ماهیانو د ښکار د مخنیوي په موخه یې د کرنې ریاست په چوکاټ کې عامه پوهاوی هم ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړه، د کبانو ښکاریانو ته سپارښتنه شوې، چې د قانوني عواقبو د مخنیوي په موخه د طبیعي کبانو له ښکار څخه ډده وکړي.

نوموړی وایي، په دغه ولایت کې لا هم هڅې کوي، ترڅو د طبیعي کبانو د ښکار مخه ونیسي..