
کابل ټیلیګراف – ۲4 کب ۱۴۰۳ لمریز کال
افغان پانګوال مرویس عزیزي وايي چې د اماراتو هېواد ورته د بشري دوستۍ مډال ورکړی
نوموړی چې په افغانستان کې د عزیزي بانک مشر دی وايي، چې د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شېخ محمد بن راشد ال مکتوم د عزیزي بنسټ د خیریه فعالیتونو د ستاینې په پار هغه ته د «بشردوستۍ» مډال ورکړی دی.
عزیزي په خپله اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه مډال هغه ته په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ورکړل شوی دی.
د افغانستان د یوه لوی خصوصي بانک څښتن، میرویس عزیزي یو مشهور افغان سوداګر او پانګهوال دیهغه په متحده عربي اماراتو کې یې مېلیونونه ډالره پانګونه کړې ده
نوموړي زیاته کړې چې یاد مډال چې ورته په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شوی ورته ډير ارزښت لري
دمیرویس عزیزي دغه مډاله په دې هېواد کې د خیریه کارونو له امله ورکړل شوی دی
عزیزي د دوبۍ له واکمن څخه د مننې ترڅنګ د دغه مډال ترلاسهکول د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره یوه هڅونه بللې ده.
افغان پانګهوال او سوداګر میرویس عزیزي څه موده مخکې ویلي و، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.
میرویس عزیزي څه موده وړاندې په افغانستان کې هم په څو برخو کې د پانګونې ژمنه کړې او له طالبانو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې وه خو تر دې مهال پورې یې کوم اقدام نه دی کړی