افغانستانخبرونه

روسیې د اوکراین انرژۍ پر تاسیساتو او بنسټونو بریدونه وځنډول

کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې د ۳۰ ورځو لپاره به د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بنسټونو بریدونه وځنډوي.

کرملین د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اوږدو خبرو اترو وروسته په یوې بیانیه کې ویلي، پوتین روسي ځواکونو ته امر کړی، چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وځنډوي.

پوتین په دې خبرو کې له اوکراین سره د اوربند هغه ۳۰ ورځنۍ طرحه رد کړې، چې د امریکا له لوري وړاندې شوې وه.

په همدې حال کې، ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره خپلې خبرې اترې ” رغنده او ډیرې ښې ” بللې دي.

روسیه د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، چې دا جګړه تر ننه روانه ده. روسي ځواکونه د اوکراین پر زیربناوو، ځانګړي ډول د انرژۍ پر تاسیساتو، بریدونه کوي. د جګړې پر مهال، د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا او اروپایي اتحادیې، ملاتړ د اوکراین لپاره مهم و، او دوی پر روسیې پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.