
کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په غزني ولایت کې یې یوه ښځه او یوه نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې یاد کسان د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې پر اساس په دُرو وهلي شوي دي.
سرچېنې لیکلي چې دغه کسان د اخلاقي فساد په جرم تورن و او هر یو یې ۳۵- ۳۵ دُرې وهلی دی.
دغه کسانو ته محکمې دغه راز دوه – دوه کسان تنفیذي د بند سزا هم ورکړې ده.