افغانستانخبرونه

طالبانو د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د ټاپ پروژې پر چټکټیا ټېنګار کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل .

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په اشارې سره د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکاري وستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ .

یاد وزارت وایي، همدغه راز، د ترکمنستان سفیر په دغه لیدنه کې د ټاپ پروژې په چارو کې د لا زیاتو همغږیو ته په اشارې د دغې پروژې د لارې د نقشې د شریکولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال،  د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمنستان هېواد سره شریکه شي.