افغانستانخبرونه

‏د هرات نګارستان ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د هرات نګارستان له بیا رغونې وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

دغه نګارستان د ترکیې هېواد له لوري رغول شوی دی.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، ترکيې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پراختیايي او رغنيزې پروژې ترسره کړې دي، چې اصلي تمرکز يې د هرات لرغوني ولايت د تاريخي آبدو بيا رغونه او فرهنګي پروژې دي.

د ټيکا دفتر رئيس عرفات دنیز هم ویلي، په تېرو دريو میاشتو کې د دې دفتر له لوري په لويديځه حوزه کې ۱۵ بېلابېلې پروژې تکميل او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ټيکا دفتر له لوري په هرات کې د عامه کتابتون، د هرات ادبي ټولنې، د خطاطانو ټولنې او علامه صلاح الدين سلجوقي تالار چارې ترسره شوې وې.