
کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال
د راپورونو له مخې، د ناسا دوه ستور مزلي له ۹ میاشتني فضايي سفره ځمکې ته راستانه شول.
دغه څلور ستورمزلي چې یوه پکې د سوني ویلېمز په نوم ښځه وه تېره ورځ له ۱۷ ساعته مزل وروسته ځمکې ته را ورسېدل.
دغه فضايي کپسول د سپیس اېکس شرکت اړوند دی چې اوبو ته له را رسېدو وروسته یوې کښتۍ ته لېږدول شوې دی.
راپورونه وايي، دغه څلور ستورمزلي چې اوس په نړۍوالې فضايي ادارې (ناسا) کې کار کوي، د امریکا د پوځ متقاعدین دي.
دوی په دې موده کې مهمې څېړنې او فعالیتونه ترسره کړل. د بېلګې په توګه، سوني ویلیامز په فضا کې د ۶۲ ساعتونو او ۶ دقیقو تګ سره د یوې ښځې په توګه نوی ریکارډ ثبت کړ.