
( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د رسنيو د راپورونو له مخې، د بنګله دېش د کرکټ ۱۵ لوبغاړو يوه ډله په یوه ټورنمنټ کې د ګډون په نوم مالیزیا ته روانه وه، چې دغه هېواد ته د داخلېدو وړاندې د سرحدي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د را پورونو له مخې؛ دغه لوبغاړي د مارچ په ۱۷مه نېټه د کوالالمپور نړيوال هوايي ډګر کې نیول شوي.
دغه لوبغاړو ویلي، چې دوی د پيناګ کرکټ ټولنې د يوه ټورنامنټ لپاره تللي، خو څېړنو معلومه کړې، چې هلته هیڅ لوبو شتون نه درلود.
د تحقیقاتو له مخې؛ د مارچ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په پیناک کې هیڅ ډول د کرکټ سیالیو د ترسره کېدو مهال وېش شتون نلري.
د یادو څېړنو له امله د تحقیقتو په موخه یاد لوبغاړي نیول شوي او له څېړنو وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړه وشي.