
کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د ګرځنده موبایلونو واردونکي مکلف دي چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم له ادارې د وارداتو جواز ترلاسه کړي او کنه قانوني چلند به ورسره وشي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کار هېواد په قانوني توګه د را واردېدو په موخه کړی دی.
هغه ویلي، دغه وزارت هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم سربېره د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا دنده هم پر غاړه لري د وخت د غوښتنو او د چارو د آسانتیا په موخه وخت په وخت ګڼ مهم سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري.
د الکوزي په خبره، د ګرځنده ټلیفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي څو د (IMEI) مشخصو شمېرو له ثبت او راجسټر کېدو او له تورید وړاندې د اټرا ادارې جواز لیک ولري.