
( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
نن د مارچ شلمه د خوښۍ نړیواله ورځ ده، په همدې موخه په خپور شوي را پور کې فنلنډ د اتم ځل لپاره د نړۍ د خوشحاله هېوادونو په سره کې ځای خپل کړی دی.
افغانستان سږ کال هم د لېست په پای کې دی او د نړۍ د تر ټولو غمجن هېواد نوم یې خپل کړی دی.
د فنلنډ وروسته، ډنمارک، ایسلنډ، سوېډن او هالنډ په ترتیب سره له دویم څخه تر پنځم مقام پورې د نړۍ د تر ټولو خوښو هېوادونو په توګه ځایونه خپل کړي دي.
افغانستان د ۱۴۷م مقام سره او ورپسې سیرالیون د ۱۴۶م، لبنان د ۱۴۵م، مالاوي د ۱۴۴م او زیمبابوې د ۱۴۳م مقام سره د لېست په پای کې دي او د نړۍ د تر ټولو خفه هېوادونو په توګه پېژندل شوي دي.
د سږ کال د خوښۍ په راپور کې، امريکا هم د تېر کال په پرتله یوه درجه ښکته شوې او ۲۴م مقام یې ترلاسه کړی دی.
برتانیا د ۲۳م مقام په نیولو سره د ۲۰۱۸ کال راهیسې د خوښۍ تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده. کاناډا د خوښۍ په راپور کې د ۲۰ غوره هېوادونو په منځ کې پاتې شوی او ۱۸م مقام یې اخیستی دی.