افغانستانخبرونه

پروان کې ترافیکي پېښه؛ یو تن وژل شوی او اووه نور ټپيان دي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.

پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ سالنګ ولسوالۍ روی آب سیمه نن د یو کرولا ډوله او کمپک موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.