
کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
په غزني کې طالبانو سیمهییز چارواکي وایي، چې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې یې په دغه ولایت کې ۱۵ کوډګر او سحرګر نیولي دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
یاد ریاست لیکلي چې هڅه کوي ټول هغه کسان ونیسي چې خلک د کوډګرو، سحرګرو او جادوګرو په نوم ورځي او تعویذونه ورباندې لیکي.
طالبانو له خلکو غوښتنه کوي چې دغسې کسانو ته دې نه ورځي او د اسلام د دین خلاف له کړنو دې ځانونه وساتي.