ځانګړي برخهراپورونه

د ښوونځي زنګ وشړنګېد خو د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی

کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳۹ لمریز کال

طالبانو په هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل کړ خو د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی او یو شمېر انجونې وایي، همدې ورځې لپاره یې شېبې شمېرلې خو طالبانو یې یو ځل بیا را ټوکېدلې هیلې له خاورو سره یو کړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري نن په هېواد کې په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو.

د نجونو غږ

د کابل ښار یوه اوسېدونکې کلثوم کابل ټیلیګراف ته وویل چې تېر له شپږم ټولګي فارغ شوې او سږ کال یې هیله درلوده چې اووم ټولګي به پیل کړي خو داسې ونه شول.

هغې وویل: «طالبان له موږ څه غواړي؟ ولې موږ ته د زده کړو اجازه نه راکوي؟»

کلثوم وایي، طالبان دې نور دغه ستونزه حل کړي ترڅو نجونې هم د خپلو ورونو ترڅنګ زده کړې وکړي.

فاطمه بیا د کابل ښار د کارته پروان سېمې اوسېدونکې ده او وایي چې په یوولسم ټولګي کې یې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو را وروسته زده کړې نیمګړې شوې.

هغې وویل، د ژوند تر ټولو لویه هیله یې زده کړې وې خو طالبانو یې دغه هیله نیمګړې کړې.

فاطمه وایي، کوژده یې کړې، او لا هم په تمه ده چې د ښوونځي له ۱۲ ټولګي به فارغه شي او بیا به له هغې وروسته واده وکړي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې نور دې د خپلو لوڼو په حق کې ظلم نه کوي او اجازه دې ورکړي چې خپلې زده کړې وکړي.

مرسل د کابل ښار خیرخانې سېمې اوسېدونکې ده او وایي چې د طالبانو له لوري پر زده کړو له بندیز وروسته یې په کور کې خیاطي پیل کړې خو لا هم د خپلو هغو هیلو نه ده پر شا شوې چې ډاکټر به شي.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو قناعت ورکړي او د زده کړو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې هلکان کولای شي خپلو ثانوي زده کړو ته دوام ورکړي، خو د نجونو لپاره یې ښوونځي تر “دوهم امر” پورې وتړل.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۳مه، طالبانو ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانیزي، خو د هماغې ورځې سهار یې ښوونځي بېرته وتړل، چې دا پرېکړه د نړیوالو سخت غبرګونونه راوپارول.

نن په هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو، تمه وه چې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته هم په کې د زده کړو اعلان وشي خو تر اوسه د شپږم ټولګي پورته نجونې په رسمي ډول د ښوونځیو له زده کړو محرومې دي.