افغانستانخبرونه

ایران ۲۱۱ افغان بندیان طالبانو ته وسپارل

کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳۹ لمریز کال

ایران ۲۱۱ افغان بندیان طالبانو وسپارل او د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې هېواد ته را ستانه شول.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون لوی رییس مولوي محمد یوسف مستري افغان لوري ته د دې بندیانو د سپارلو پرمهال ویلي، چې دغه لړۍ به دوام کوي او یاد هېواد کې پاتې بندیان به هم دوی ته وسپارل شي.

په نیمروز کې د طالبانو والي شيخ محمد قاسم خالد هم د بندیانو د لېږد پر ښه مدیریت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې دوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې د ایران له حکومته د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه، چې د دې اقدام په نتیجه کې، ګڼ افغانان له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته را ګرځېدلي دي. د طالبانو لخوا دغه تبادله د افغان حکومت د رسمي پالیسۍ یوه برخه ګڼل کېږي چې د خپلو اتباعو حقونه خوندي کوي.

دا لړۍ که څه هم د افغان بندیانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې مثبت ګام بلل کېږي، خو همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې اړیکې او د بندي افغانانو لپاره پراخه اسانتیاوې به د دې بهیر د بریا او دوام لپاره ضروري وي.