ځانګړي برخهراپورونه

امریکا کې پر کډوالو د مرستو بنديز؛ ځينې افغان کډوال د کورونو کرایه لا نه شي ورکولی

کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳۹ لمریز کال

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ليکلي چې د امريکا له لوري کډوالو او د هغوی د ملاتړو ادارو لپاره د اقتصادي مرستو له ځنډولو وروسته، په دغه هېواد کې په سلګونو افغان کډوال له مالي ملاتړ څخه بې ‌برخې شوي او د بې‌کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دې رسنۍ د امريکا د کډوالو د ملاتړ يوې ادارې له قوله راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۷۰ کډوال په ويرجينيا او مېريلېنډ کې د بې ‌کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې ډېری هغه افغان کډوال چې تازه امريکا ته لېږدول شوي، بې‌کار دي او د خپلو کورونو کرايه نشي ورکولی.

هغه کډوال چې د کرایې له ورکولو عاجز دی

په دغو کډوالو کې يو هم د رحماني تخلص لرونکی يو شخص دی، د دوو ماشومانو دغه افغان پلار په کابل کې د امریکا په ملاتړ یوې موسسې کې کار کاوه چې هغه یې د طالبانو د سزا ورکړې له ګواښ سره مخ کړی و.

په ۲۰۲۱ اګسټ کې د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته رحماني يو له هغو زرګونو افغانانو څخه دی چې د طالبانو له ګواښ څخه امریکا ته کډوال شوی او ټرمپ ادارې تر پرېکړې وروسته پرې د فدرالي کډوالو پروګرام مرستې بندې شوې دي.

رحماني مجبور دی چې د کور د کرایې او کورنۍ د لګښت لپاره هره میاشت ۱۸۵۰ ډالر په لاس ولري چې دا يو ډېر لوی رقم دی د هغه شخص لپاره چې هېڅ کار او دنده ونه لري.

دی د خپلې سيمې په کوڅو، اپارتمانونو، کوچنيو بازارونو او پلورنځيو باندې د کار په لټه ګرځېدلی خو تر اوسه يې هېڅ کار او يا دنده نه دي موندلي.

رحماني په نومبر میاشت کې د امریکا د کډوالو قانون تر رسمي تاييد وروسته د کډوالو فدرالي پروګرام له لارې چې تر ګواښ لاندې کسانو لپاره دی، امریکا ته تللی دی. د دغه پروګرام له لارې دریو مياشتو پورې کډوالو ته بشپړ خدمات وړاندې کېږي او د پنځو کلونو لپاره ورسره دوامداره مرستې کېږي خو د ټرمپ حکومت دا مرستې په بشپړه توګه بندې کړې.

رحماني چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې کډوال شوی، دغه مرستې يوازې د دوو میاشتو لپاره تر لاسه کړې او نورې پرې مرستې بندې شوې.

رحماني وايي، لور يې اوس دوه  کلنه شوه او دی د همدغې لور او زوی چې لا یو کلن دی، د راتلونکي لپاره کډوالۍ ته زړه ښه کړی، ځکه افغانستان کې واکمنه ډله نجونو ته د زده کړو حق نه ورکوي او دا ډارېده چې لور به یې بې سېواده را لویه شي.

د يوې بلې افغانې نجلۍ کیسه

مرجیلا بدخش چې په افغانستان کې يې د رسنيو برخه کې کار کړی او د ۲۰۲۱ کال په ډېسمبر کې امریکا ته تللې، هلته په نيو جرسي ایالت کې د کډوالو په یوې اداره کې په دنده ګمارل شوې وه خو وروسته له درېيو کلونو په جنورۍ میاشت کې بیا بې دندې شوې ده.

هغه وايي: «کله چې اول ځل امریکا ته راغلم، له بد او نامعلوم وضعيت سره مخ وم، خو دا چې د ژبې برخه کې مې مهارت درلود، د کډوالو يوه اداره کې د ژباړنې په توګه مې دنده پيدا کړه او بیا همدلته مې نورو برخو ته لار ومونده، خو کله چې په جنورۍ میاشت کې بیا بې دندې شوم، له هماغه وضعيت سره مخ يم چې اول امریکا ته راغلم.»

مرجيلا اوس په ورجینیا او کالیفورنیا ایالتونو کې د دندې د تر لاسه کولو په هڅه کې ده خو تر اوسه يې دنده نه ده موندلې.

که څه هم سم دستي نوموړې د کور د کرایې برخه کې ستونزې سره مخ نه ده خو که همداسې بې دندې پاتې شي نو له غټ کړاو سره مخ کېدلی شي.

د حقوقي ادارو هڅې

که څه هم د امریکا ولسمشر سم دستي ټولې مرستې بندې کړي؛ خو په امریکا کې د کډوالو ځينو بنسټونو هڅې پيل کړي چې دا ستونزه حل کړي.

د کډوالو ځينو بنسټونو محاکمو ته دوسيې سپارلي او قضيې يې ثبت کړي چې يوه قاضي د کډوالو په ګټه پرېکړه هم کړې خو که دا پرېکړه عملي بڼه خپلوي؛ نو يوه میاشت وخت به نيسي.