
( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د تایلینډ فوټبال ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه لري.
دغه فدراسیون زیاته کړې، دغه لوبه نن جمعه د افغانستان په وخت مازدیګر پنځه بجې او دېرش دقیقې د ټایلینډ په کوربتوب پیل کېږي.
ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د آسیا ملتونو له جام وړاندې دوستانه لوبو کې د میانمار له لوبډلې سره هم سیالي ترسره کړي.