خبرونهنړۍ

امريکا د سعودي عربستان لپاره د پرمختللو وسلو خرڅلاو ته اجازه ورکړه

( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )

پنټاګون په يوه اعلاميه کې ویلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سعودي عربستان لپاره د لومړي پرمختللي وسلو سيستمونو (APKWS) د خرڅلاو سره موافقه وکړه چې نږدې سل ميليونه ډالره ارزښت لري.

د را پور له مخې؛ د پرمختللو وسلو سيستم (APKWS)، چې د سعودي عربستان لپاره يې خرڅلاو تائيد شوی، يو ليزري لارښوونکی توغندی دی چې هم هوايي او هم ځمکني هدفونه په نښه کولی شي.

د دې وسلې بيه شاوخوا ۲۲ زره ډالره ده، چې دا د کوچنۍ او کم لګښته وسله د بې پيلوټه الوتکو پر وړاندې د کارولو لپاره تر ټولو اقتصتادي ټاکنه ده.