
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فرانسې، المان او برېټانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د خبرو اترو د بېرته پيل غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسراییل باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې سمدستي غزې ته ورسول شي.
یاده اعلامیه کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی او له اسرییلو څخه غوښتنه شوې، چې د نړیوالو بشري قوانینو لهمخې دې اوبو، برېښنا او روغتیایي خدماتو ته د غزې خلکو لاسرسی تضمین کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې په تړانګه کې له دوه میاشتني اوربند وروسته، اسراییلي پوځیانو یو ځل بیا هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي، چې په پایله کې یې تر دې دمه سلګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.