
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې ویلي، افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د اوبو له کمښت سره مخ دي.
افغانستان کې د دغه کمېټې استازي ویلي، میلیونونه افغانانو لپاره د څښاک، پخلي، کرنې او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره ځینې وخت د اوبو برابرول شونې نه دي.
دغې کمېټې افغانستان کې اوبو د لاسرسي مسله مهمه بللې او ویلي یې دي چې دا مسله د خلکو پر روغتیا، د خوړو پر خوندیتوب او اقتصادي پرمختګ اغېز کوي.
سره صلیب پر دې ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت، نړیوالې موسسې او خیریه بنسټونه باید د اوبو د لاسرسي د ښه والي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، څو افغانان له دې اساسي بشري اړتیا بېبرخې نه شي.
د افغانستان د اوبو کمښت یوازې د یو سکتور ستونزه نه ده، بلکې دا یوه پراخه بشري، اقتصادي، او چاپېریالي بحران دی. د سره صلیب نړیواله کمېټه او نورې خیریه موسسې ټینګار کوي چې د دې ستونزې حل ته باید عاجله پاملرنه وشي، څو د افغانستان وګړي د دې بحران له خطرونو وژغورل شي.