
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په نورستان کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې کتابتونونه تجهيز او ورغول شول.
په نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سميع الحق حق بیان په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، مطالعه د ټولنې د پرمختګ لپاره اساسي ارزښت لري او دوی د هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دي، چې د مطالعې کلتور ته وده ورکوي.
هغه په دغه ولایت کې د یادې پروژې تر څنګ د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د دغو کتابتونونو به رغولو باندې شاوخوا ته میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.