
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، ځواکونو یې په ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه کړ يدي.
هغه لیکلي چې دغه ماشوم څو ورځې وړاندې د خپل کور له مخې تښتول شوی و.
قانع د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې یو انسانتښوونکی نیول شوی دی.