افغانستانخبرونه

طالبانو ناروې کې د افغانستان سفارت واک ترلاسه کړ

کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ناروې په پلازمینه اسلو کې یې د اافغانستان سفارت واک ترلاسه کړی او د وري میاشتې له څلورمې نېټې وروسته به په دغه ښار کې قونسلي خدمات پیل کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «ناروې کې مېشتو درنو هيوادوالو او نورو مراجعينو ته خبر ورکول کیږي چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۴ش کال د حمل له څلورمې نېټې څخه، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ له ۲۴مې سره سمون لري، قونسلي خدمتونه بيا پيلوي.»

دغه سفارت تېر میلادي کال وروسته له هغه بند شوی وو، چې طالبانو د یو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ د ناروې سفارت ټولې چارې بې اعتباره اعلان کړې.

څه موده وړاندې د ناروې د بهرنیو چار وزارت منلې وه، چې د نجیب الله شېرخان په نوم د طالبانو یو ډیپلوماټ یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی.

دغه هېواد داسې مهال د طالبانو ډیپلوماټیک استازی منلی وو، چې له هغه وړاندې یې د طالبانو حکومت د سیاستونو له امله د سفارت له ورسپارلو ډډه کړې وه.

د سیاسي چارو یو شمېر شنوننکي‌ په دې باور دي چې د یو داسې حکومت چې مشروع او د خلکو لخوا منل شوی نه وي نو باید هېوادونه یې ډیمپلوماټان د افغانستان په سفارت کې ومني.