
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیت او ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې کړي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیت او ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې وشوې.
متقي ویلی، په ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
ده ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه وباله او ژمنه یې وکړه چې افغانانو ته د ویزو د ورکړي او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار به اړین اقدامات کوي
صادق خان دغه راز ویلی، چې به یې د تجارت او ترانزیټ په برخو کي هم د شته ستونزو د حل په لوري عملي ګامونه پورته کړي.
یاد وزارت لیکلي چې دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګدو ناستو او د هیئتونو په تګ راتګ ټینګار وکړ.