
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
بلخ کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یو جامع جومات پرانیستل شو.
دغه جومات د یوه کال په موده کې د ۸ میلیونه افغانيو په لګښت د ملي سوداګرو، صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کانونو او صنایعو خونې په همکارۍ جوړ شوی دی.
یاد جومات د ۲۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، چې د پرانیستې په مراسمو کې یې د بلخ والي، مرستیال والي، علماووشورا رییس او نورو مسولینو ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په ټولو ولایتونو او لویو لارو کې د جوماتونو جوړولو امر کړی دی.