افغانستانخبرونه

په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې!

کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

په دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي په لړ کې تازه په تازه په درېو جلا پېښو کې ۷ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

پېښې په تخار، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې رامنځته شوې دي. د تخار ولایت امنیه قومنداني طالب ویاند ویلي چې د فرخار ولسوالۍ په شيخ رباط سیمه کې د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

بل لوري ته د طالبانو تر واک لاندې دولتي باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت د راغستان او یفتل‌پایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال، د میدان وردګو ولایت د طالبانو امنیه قومنداني هم د کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو کسانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وایي، یاد شمېر کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې د کابل – کندهار پر لویه لار د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې په سیمه کې یو ویټز ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د بدخشان او میدان وردګو ولایتونو سیمه ییزو طالب چارواکو همدا راز ویلي، چې د پېښو ټپيان روغتون ته لېږدول شوي.