خبرونهکابل ټیلیګرافلوبې

بنګلور د ای پي ایل سیالیو پیل په بریا سره وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کرکټ نړۍ مشهور کرکټ لیګ ای پي ایل د تېر کال د اتلې لوبډلې کلکتې او بنګلور لوبډلو په لوبې پیل شو، چې بنګلور پکې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د تېر کال اتلې کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې په سږکال سیالیو کې پیل په بریا سره وکړ.

په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د کلکتې لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۴ منډې وکړئ. په توپوهنه کې ورته لوبډلمشر اجینکا ریحاني ۵۶ او سونیل نارین ۴۴ تر نورو ډیرې منډې ترسره کړئ.

بنګلور ته بیا په توپ اچونه کې کرونال پنډیا ۳، جوش هازیوډ بیا دوه ویکټې ترلاسه کړئ.

په ځواب کې یې بنګلور لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷م اور کې د دریو لوبغاړو په زیان سره پوره او لوبه یې وګټله ویرات کوهلي ۵۹ او پیل سالټ ۵۶ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

رحمن الله ګربز چې په سږکال ای پي ایل لیګ کې د کلکتې لوبډلې برخه دی په نننۍ سیالۍ کې چانس نه و ورکول شوی.