خبرونهنړۍ

بلوچستان کې ۸ پاکستاني پوځیان او پنجابي مزدوران وژل شوي

( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د بلوچستان صوبې د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې ۴ پنجابي مزدوران وژل شوي دي.

را پورونه وایي، دغه پېښه بیګا د منګچر په ملنګ زئي سیمه کې شوې ده او د وژل شویو مزدورانو جسدونه د پېښې وروسته د پاکستان د پنجاب اړند صادق اباد سیمې ته لیږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د بلوچستان د نوشکي ښار په غریب اباد سیمه کې د یوه برید په ترڅ کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو هم دغه پېښه تائید کړې، خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسؤلیت ندی اخیستی.