
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان د جمعیت علماؤ اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې جګړه د افغانستان او پاکستان لپاره ګټوره نه ده.
هغه یوه خصوصِ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د جګړې لپاره مخکې تګ د هیڅ هېواد په ګټه ندی او په دې لاره باید له مخکې تګ څخه ډډه وشي او د ستونزو د حل لپاره باید یوه جامع تګلاره جوړه شي.
د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه افغانستان ته تللي شل کاله جنګیدلې طالبانو څخه امریکایي وسلې اخیستل یوه ستونزمنه موضوع ده.
فضل الرحمان تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغان طالبانو سره یې په پاکستان کې د سولې په اړه تفصیلي خبرې کړې وې، خو د پاکستان پوځ په ځینو اقداماتو یاده چاره خنثی کړه.