افغانستانخبرونه

سراج الدین حقاني په ناټو او د متحده ایالاتونو په ځواکونو تر زرو زیات ځآنمرګي بریدونه رهبري کړي

( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د امریکا متحده ایالاتونو د سي اي اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز د متحده ایالاتونو د تعقیب لاندي کسانو له لیست څخه د سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو د نومونو په لرې کولو نیوکه کړې.

هغې دا اقدام “ترهګرو ته انعام” وباله او ویلي، سراج‌الدین حقاني په خپله د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو پر وړاندې له زرو څخه ډېر ځانمرګي بمي بریدونه رهبري کړي دي.

هغې وویل: د حقانيانو له لوري د متحده ایالاتو له نوي حکومت سره تر لیدو وروسته، د سراج‌الدین حقاني نوم چې ۱۰ میلیونه ډالره انعام ورباندې ټاکل شوی وو او د عبدالعزیز حقاني نوم چې ۵ میلیونه ډالره انعام ورباندې ټاکل شوی وو، په خاموشۍ سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د “عدالت لپاره انعام” له پاڼې څخه حذف شوي دي.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د هغه اړوند حقاني شبکې دوه نورو غړو نوم د تعقیب لاندې کسانو له لېست څخه ایستلي دي.