
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
سرچیني وایي، د طالبانو د استخباراتو غړو د سمنګان ولایتي روغتون یو شمېر مسؤلین د فساد په تور نیولي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې د سمنګان ولایتي روغتون مخکینی امر عثمان حمیدي او د دغه روغتون اداري مدیر شهیدالله له خپلې دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد په تور د طالبانو استخباراتو نیولي دي.
سرچینه وایي، محب الله بهاري چې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس وو، د دغه روغتون د امر په توګه ټاکل شوی دی.
بهاري د خپلې مخکنۍ دندې پر مهال د مالي فساد او د جنسي استفادې له امله د تورونو قضیه لري.
تر اوسه طالبانو د یادو کسانو د نیول کيدو په اړه څه ندي ویلي.