
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، چې له تېرو پنځو اونیو څخه زیات وخت راهیسې د ساه تنگُۍ له امله بستر وو، نن له روغتون رخصت شو، خو روغتیا پالو ورته د دوه نورو میاشتو استراحت سپارښتنه کړې.
ټاکل شوې، پاپ فرانسیس د ۵ اونیو ځنډ وروسته نن د خپلې خونې د کرکۍ له لارې عامو خلکو ته په را څرګندیدو دوی ته خپله مذهبي دعا وکړي.
پاپ د دلوې ۲۵مې راهیسې د روم ښار په جیمیلی روغتون کې بستر دی او واتیکان په لومړی ځل د حوت په څلورمه د هغه حالت “نازک” بللی وو.
پاپ هغه وخت د اوږد مهاله تنفسي بحران وروسته د دوو واحدونو وینې اخیستلو ته اړ شو.