
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د را پورونو له مخې؛ د ترکیې هېواد استنبول ښاروال اکرم اوغلو د نیولو په غبرګون د هغه د پلویانو له لورې نن په څلورمه ورځ هم لاریونونه دوام لري.
دغه لاریونونه د ترکیي هېواد په استنبول او ازمیر ښارونو کې تر ټولو زیات پراخه دی، چې په ځینو سیمو کې د پولیسو سره په تاوتریخوالي هم بدل شوي دي.
ترکیې چارواګي وایي، د لاریونو پر مهال د تاوتریخوالي د رامنځته کولو په تور یې درې سوه تنه نیولي دي.
په ورته وخت کې د استنبول ښاروال چې محکمې ته حاضر کړای شوی وو، پر خپل ځان یې د فساد اړوند ټول تورونه رد کړل.
د یادونې وړ ده، چې د استنبول ښاروال د چهارشنبې په ورځ د فساد او ترهگرُ سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.