
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په خوست ولایت کې سیمه ییز طالبان وایي، هغه ۵ کسان یې نیولي، چې د شپې پر مهال یې ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه کسانو د خوست د قلندر ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د شخصي تربګنۍ له امله د جلغوزیو هغه ونې پرې کړې وې، چې حاصل ته رسیدلې وې.
د يادونې وړ ده چې په لويه پکتيا په ګڼو سيمو کې ځنګلونه د ښې ساتنې په موخه د کليو او قومونو ترمنځ وېشل شوي دي.