
( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې بیګا د یو لنډ ګروزور موټر د چپه کېدو پېښه کې یوه میرمنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ دفتر وایي، لنډکروزر موټر چې د راغستان ولسوالۍ څخه فیض اباد ښار ته روان وو، د یفتل ولسوالۍ په مربوطاتو کې له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.
ویل کیږي، د دغه پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې وضعیت یې هم ډاډ وړ دی.