افغانستانخبرونه

طالبانو د سره صلیب نړۍوالې ادارې څخه‎ د وچکالي مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د سرې میاشتې رئیس د سره صلیب د نړیوال فدارسیون له مشر سره په لېدنه کې پېښ‌ځپلو سره د مرستو سربېره د وچکالۍ مخنیوي په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ریيس شیخ شهاب‌الدین دلاور په افغانستان کې د سره‌ صلیب نړیوال فداراسیون له سرپرست احمد سلیمان او مل پلاوي سره وکتل.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دلاور له راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او پېښ‌ځپلو سره د مرستو سربېره د وچکالۍ مخنیوي برخو کې د یاد سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې.

دغه راز دې کتنه کې د یاد فدراسیون سرپرست له افغانستان سره د همکارۍ ډا‌ډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د ډېرو مرستو د جذب په موخه به د افغاني سرې میاشتې لوی رییس ته د بهرنیو سفرونو زمینه برابروي.