خبرونهنړۍ

د افغانستان له خاورې پاکستان ته داخل شوي ۱۶ وسله وال وژل شوی

( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د پاکستان پوځ وايي، هغه شپاړس وسله وال یې وژلي، چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوښتل.

د دغه هېواد پوځ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسانو هڅه کوله، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان غلام خان کلي ته داخل شي، چې مخکې تر مخکې د پوځ به بریدونو کې ووژل شول.

خو په دغه اعلامیه کې د وژل شویو وسله والو د هویت په اړه څه ندي ویل شوې.

پاکستان تر دې وړاندې هم ادعاوې کړي، چې په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه په افغانستان کې جوړیږي، خو طالبانو دغه ادعاوې همېش رد کړي دي.