
( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرو زرو دوه کان کېدونکي د خاورو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ دفتر وایي، دغه پېښه پرون د خواجه غار ولسوالۍ د مینګ چقور کلي په تاش کوتل سیمه کې رامنځټه شوې ده.
سرچینه وایي، طالبانو او د سیمې خلکو په هڅو د دواړو کان کیندونکو جسدونه له خاور څخه ویستل شوي دي.
څه موده وړاندې په پنچشیر ولایت کې هم دوه کان کیندونکي د واورو لاندې کېدو له امله مړه شوي وو.