
( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځآنګړي استازي محمد صادق خان افغانستان ته د خپل درې ورځنی سفر په ترڅ کې له طالب مشرانو سره پټې لیدنې هم ترسره کړي.
دغه رسنیو زیاته کړې، د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر سره د صادق خان لیدنې رسنیزې شوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه ځینې نورې مهمې لیدنې هم ترسره شوي دي.
سرچینو ایکسپریس ټریبیون ته ویلي، د دغه لیدنو په ترڅ کې دواړو خواوو د یو میکانیزم په جوړولو سلا کړې، چې له مخې به یې په لوړه کچه هم په منظم ډول اړیکې ټینګېږي.
سرچینو زیاته کړې، د دغه لیدنو وروسته به د دواړو خواو ترمنځ د وزارتونو او نورو چارواکو په کچه دوه طرفه سفرونه پلان شي.
دغه سرچینو ویلي، په یادو لیدنو کې د پاکستان د طالبانو تحریک د پټنځایونو موضوع تر ټولو مهمه وه، چې خپله افغان طالبانو یې هم په فعالیتونو اندېښنه ښودلې او له پاکستان څخه یې په دې برخه کې د مرستې او وخت ورکولو غوښتنه کړې.
دغه سرچینې د طالبانو له قوله ویلي، چې پاکستان د لوی پوځي او نورو سرچینو سره، سره د ټي ټي پي مخنیوی نه دی کړی، نو د کابل واکمنان به دغه چاره څنګه ترسره کړي؟
سرچینې مخکې لیکلي: پاکستان د طالب مشرانو د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغان واکمنان دې لږ تر لږه د افغان وګړو مخنیوی وکړي، ترڅو د ټي ټي پي سره یوځای نشي.
سرچینو وویل چې د ځینو موضوعاتو پر سر د اختلافاتو سره، سره د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې په ښه ډول مخې ته تللي.