
( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې څخه تر دې دمه د اسرائیلو په بریدونو کې څه باندې ۵۰ زره فلسطیني وګړي وژل شوي.
دغه وزارت زیاته کړې، په غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱۳ زره ۲۷۴ تنه نور ټپیان شوي، چې په کې څلوېښت سلنه میرمنې او ماشومان دي.
دا شمېرې په داسې حال کې اعلانیږي، چې له پرون راهیسې په غزه د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۰ تنه وژل شوي دي او دغه بریدونه لا هم دوام لري.
اسرائیلو ویلي، په دغه بریدونو کې د حماس غورځنګ د رهبرۍ یو مهم غړی هم وژلی دی.
ملګرو ملتونو او یو شمیر اروپايي هېوادونو په وروستیو بریدونو اندېښنه ښودلې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې.