افغانستانخبرونه

پکتیا کې د ۱۶۹ پروژو چارې پيل شوې

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

پکتیا کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶۹ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او د دغو پروژو د پرانیستو لپاره یادې ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

هغه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې په دغو پروژو ۲۳۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

ده ویلي، یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، استنادي دیوالونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.