افغانستانخبرونه

د اسرائیلو هوایي برید کې د حماس یو بل سیاسي مشر وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې په جنوب خان یونس کې د ناصر پر روغتون د اسرائیلو د هوایي برید له امله د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم، وژل شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د حماس دغه مشر په داسې حال کې وژل شوی چې تېره ورځ اسراییلي ځواکونو یو بل سیاسي غړی، صلاح البردویل، د هغه له مېرمنې سره یو ځای په خان یونس کې ووژل.

د راپور له مخې، په دې وروستیو کې د اسرائیلو بریدونو له امله لږ لسګونه فطینیان وژل شوي دي.

اسماعیل برهوم د حماس د مشرتابه شورا غړی و او د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو له لارې یې د ډلې دریځونه او پالیسي پر مخ وړله.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته، کله چې حماس د اسرائیل پر جنوب ناڅاپي برید وکړ، د اسرائیلو پراخ ځوابي عملیات پیل شول. اسرائیلي ځواکونه په ځانګړې توګه د غزې جنوبي برخې ته متمرکز شوي، چې خان یونس یې د حماس د مهمو مشرانو د پټنځایونو په توګه ګڼي.

د فلسطین د خلکو د تلفات زیاتوالي ته په کتو، ملګري ملتونه، نړیوال بشري سازمانونه او یو شمېر هیوادونه د اوربند غوښتنه کوي، خو اسرائیل ټینګار کوي چې عملیات به تر هغه دوام ولري، څو د حماس پوځي او سیاسي مشرتابه له منځه یووړل شي.