افغانستانخبرونه

افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړي دي

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي او پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او دغه برخه کې یې پر شته ستونزو خبرې کړې دي.

 د سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د دې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د مرکزي او سویلي اسیا د سوداګرۍ لپاره د تورخم لارې پر اهمیت په ټینګار سره ویلي، دغه  لار کولای شي د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه کې زیاتوالی رامنځته کړي او په خبره یې، بندښت یې هم کولای شي د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ستر زیان واړوي.

هغه د تورخم دروازې وروستي بندښت ته په اشارې د پاکستان له ځانګړي استازي غوښتي چې د تل لپاره د دغې دروازې د پرانیستو په برخه کې هڅې وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې محمد صادق خان له پاکستاني حکومت سره دغو مسایلو د شریکولو ژمنه کړې ده.

افغانستان او پاکستان اوږده سوداګریزه سابقه لري، او تورخم بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یوه حیاتي نقطه ده. د پاکستان حکومت وخت ناوخت د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله دغه بندر تړي، چې له امله یې افغان سوداګر او عام وګړي له مالي زیانونو سره مخ کېږي.

 له بلې خوا، د افغانستان خصوصي سکتور تل د دې غوښتنه کړې چې سوداګریزو لارو ته باید د دوامداره فعالیت زمینه برابره شي، څو سوداګر بې له خنډه خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

په همدې ترڅ کې، پاکستان ته د افغانستان صادرات هم د تورخم لارې پورې تړلي، او د دې لارې بندېدل د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړيکو ته زیان رسوي.