افغانستانخبرونه

د بښنې نړۍوال سازمان د مهرنګ بلوڅ د خوشې کېدو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان حکومت غوښتي چې د بلوڅ لاریون کوونکو د مشرې، مهرنګ بلوڅ په ګډون ټول هغه کسان خوشې کړي چې په دغه لړ کې نیول شوي دي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې مهرنګ بلوڅ له تېرو دوو ورځو راهیسې نه پرېښودل کیږي چې له خپل وکیل یا کورنۍ غړو سره وګوري.

بښنې نړۍوال سازمان زیاته کړې چې هلته د خپل سرو نیونو بهیر زور اخیستی چې اندېښنې یې را پورته کړي دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د کویټې په ښار کې مهرنګ بلوچ هغه مهال نیولې ده، چې هغې د بشري حقونو د نقض په اړه د لاریونونو مشري کوله.

بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د نړیوالو سازمانونو تر څار لاندې دی، مهرنګ بلوچ نیول کېدل ښيي چې د مدني فعالانو د غږ غلي کولو ته امنیتي ځواکونه هڅې کوي.