
کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، دا مهال په افغانستان کې “حاکمیت او امنیت” ټینګ شوی او وضعیت د پخوا پرتله بدل شوی دی.
ایران تل د افغانستان د سیاسي تحولاتو په اړه له احتیاط څخه کار اخیستی او د خپلو ملي ګټو له مخې یې موقف نیولی.
هغه زیاته کړې: «د تېر وختونو برعکس چې د افغانستان هره برخه د بېلابېلو ډلو په لاس کې وه، اوس دا ډول نه ده.»
عراقچي ټینګار کړی چې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ، په تېرو درېنیمو کلونو کې یوه سیاسي واکمني په افغانستان کې ټینګه شوې او خپل حاکمیت یې تثبیت کړی دی.
خو له دې سره سره، هغه منلې چې د ترهګرۍ مسئله او د داعش ډلې فعالیتونه لا هم یو جدي اندېښنه ده او د ایران او سیمې لپاره مهم ګڼل کېږي، هغه موضوع چې اسلامي امارت تل رد کړې ده.
ایران له افغانستان سره اوږد تاریخي، سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، ایران محتاط دریځ خپل کړ او د طالبانو حکومت یې نه په رسمیت وپېژانده، خو ورسره یې تعامل ته دوام ورکړ.
په تېرو درېنیمو کلونو کې، ایران له افغانستان سره د سرحدي امنیت، سوداګرۍ، کډوالو، او اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړې دي. د هلمند د اوبو د حق موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم بحث و، چې وخت ناوخت یې د اړیکو کړکېچن کړي.
په دې وروستیو کې، ایران هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت “ثبات موندلی” وبولي، خو لا هم د داعش فعالیتونه د تهران لپاره د اندېښنې وړ دي. ایران داعش خپل امنیت ته یو جدي ګواښ ګڼي، ځکه چې دا ډله د ایران پر ضد سخت دریځ لري.
په همدې حال کې، اسلامي امارت تل ویلي چې داعش ته یې ماتې ورکړې او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. سره له دې، ایران لا هم د امنیتي ګواښونو په اړه محتاط دی او غواړي چې د افغانستان حالات له نږدې وڅاري.