
کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، پروان ولایت کې یې ۳۳۷ د الوتکې راکټ مرمۍ نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپانه لیکلي چې دغه مرمۍ د دغه ولایت بګرام ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
هغه لیکلي چې یادې مرمۍ په یوه زړه کلا کې له پخوانیو وختونو څخه پاتې وې.