
کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، تېر کال د هېواد په کچه د ۵۱ زره او ۳۱۹ کسانو د توبرکلوز ناروغۍ درملنه شوې ده.
توبرکلوز (نري رنځ) یوه ساري ناروغي ده چې د Mycobacterium tuberculosis باکتریا له لارې خپرېږي. دا ناروغي په ځانګړي ډول د سږو ته زیان رسوي، خو د بدن نورې برخې هم متأثر کولی شي. د روغتیا نړیوال سازمان توبرکلوز یوه له هغو ناروغیو ګڼي چې د مخنیوي او درملنې وړ ده، خو لا هم په ګڼو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول د کمزوري روغتیایي سیستم لرونکو هېوادونو کې، د جدي عامې روغتیايي ستونزې په توګه پاتې ده.
نن (د مارچ ۲۴ مه) د نري رنځ نړۍواله ورځ ده.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په اړه د پوهاوي غونډې ته ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، څو په هېواد کې د توبرکلوز ناروغي لهمنځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۸۰ تنه د توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي، چې دا شمېر د افغانستان د نفوسو له مخې شاوخوا ۷۵ زرو کسانو ته رسېږي.
د حقاني په وینا، د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ د توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.
هغه له نړۍوالو وغوښتل چې په دغه برخه کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې لا هم د توبرکلوز ناروغي پکې یو جدي روغتیايي ګواښ بلل کېږي. د WHO د شمېرو له مخې، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۸۰ تنه د دې ناروغۍ ښکار کېږي، چې دا شمېر د افغانستان د نفوس پر بنسټ شاوخوا ۷۵ زرو ته رسېږي.
د جګړو، اقتصادي ستونزو، کمزوري روغتیايي خدماتو، د خوارځواکۍ لوړې کچې، او کافي درملو ته د نه لاسرسي له امله، دا ناروغي په هېواد کې لا هم شته.