افغانستانخبرونه

د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره د طالبانو هڅې؛ د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالره لیلاموي

کابل ټیلیګراف – ۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي چې سبا د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۵ میلیون امریکایي ډالره لیلاموي.

یاد بانک نن پرخپله اېکس پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو په شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

یاد بانک لیکلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.